عبدالله: په کړنلارې له هوکړې وروسته دواړه لوري پر اجنډا مهم بحثونه پيلوي

روهي (درې نۍ/ ۱۸ د لیندۍ)، د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، په کړنلارې له هوکړې وروسته به دواړه لوري پر اجنډا مهم او جدي بحثونه پېل کړي.

نوموړي وايي : "مونږ یوه بشپړه اجنډا چمتو کړې، چې همدا ډول د طالبانو له لوري هم یوه بشپړه او مفصله اجنډا ده. هغوی غواړي چې یو شمېر نورو مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي، ولې موږ غواړو چې ځینو نورو مسایلو ته لومړی ولاړ شو، مګر له دې ټولو باید موخه سولې ته رسېدل وي."

عبدالله چې نن یې په کابل کې د سولې، رسنیو او مدني ټولنو په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، په دې پړاو کې به د چهارشنبې له ورځې جدي بحثونه پیل شي.

عبدالله عبدالله وویل، اوس خلک په قطعي ډول د جګړې پای ته رسېدل غواړي، خو پر اوربند د هوکړې لپاره به د سولې خبرې وخت اخلي.
د ملي روغې جوړې شورا مشر همدا راز زیاته کړه، چې له طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې د جګړې او بریدونو ډېرېدو خلکو ته ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.