کورنیو چارو وزارت: ننګرهار کې یې ۲۸ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي له منځه وړي دي

روهي (درې نۍ/ ۱۸ د لیندۍ)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په اړوند سیمو کې ځینې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د نشه يي توکو یوه لویه محموله کشف او له منځه وړې ده.

وزارت زیاتوي، چې د چرسو ۲۸ زره کیلوګرامه محموله په خوګیانو ولسوالۍ کې په یوه پټنځای کې ساتل شوې وه، چې تر کشف وروسته د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون پر بنسټ له منځه وړل شوې ده.

وزارت وايي، چې د نشه يي توکو د یادې محمولې ټولیزه بیه څه باندې یو میلیون امریکايي ډالره ښودل شوې، چې د ترهګرو ډلو په تېره بیا د طالبانو مالي سرچینه تشکیلوي.