روهي (درې نۍ/ ۱۸ د لیندۍ)، د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت د مالټو حاصلات تېر کال ته په کتو لس سلنه زیات شوي دي.
د کونړ د کرنیزو چارو امر نجیب الله عادل وایي، چې د یاد ولایت په لسو ولسوالیو کې د مالټو ۷۵۰ بڼونه شتون لري، چې سږ کال یې د حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
عادل ددې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل او بڼوالو لپاره د کرنې ریاست له خوا روزنیزې برنامې یاده وي.
نوموړی زیاتوي، چې د کونړ د مالټې سږني حاصلات به څه باندې ۹۸۸ ټنو ته ورسیږي، دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ددغه ولایت د مالټو حاصلات څه باندې ۸۹۸ مټریک ټنه ښودل شوې وه.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د سټروسو بڼونو د پراختیا په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په ګډې همکارۍ د سټروسو ۴۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې په دې سره به د یاد ولایت د مالټو حاصلات نور هم زیات شي.
وروستي