فلسفي ملګری

ماپه یوه داسې ټولګي کې درس ویلوچې ۸۶ ټولیګوال مې درلودل په ټولګي کې  مې هرډول ملګري ول  شوخ ،ساده ،غلي اوداسې نور...
دشنبې ورځ وه. له کوره په خپل زوړسایکل دپوهنتون په لورروان شوم .هواهم یوڅه سړه وه سایکل مې یوڅه په تیزی ځغلاوه پوره نیم ساعت وروسته پوهنتون ته ورسېدم سایکل مې وداراوه یوه شېبه مې دمه وکړله اوبیاټولګي ته لاړم .په ټولګي کې زیاتره ټولګي وال مې  ناست ول اوټولوله یواوبل سره ګپ شپ کول زماپه ننوتوسره سم یوشوخ ټولګیوال مې غږکړهغه دی فلسفي صیب هم راغی .ماورته هیڅ ځواب ونه ویل اوغلی کښیناستم دټولګي له اخري کونجه یوبل ټولګیوال مې ورټوپ کړتاسې ټول غلي شی چې داډیروخت کېږي له فلسفي صیب نه موشعرندی اوریدلی نن به دی مونږته یوشعروايي خوپه یوشرط چې ټول غلي کښینی .زما داعادت وپه ټولګي که به مې ډیرشعرونه نه ویل بلکه دامې خوښ وچې خپل نوي لیکلي شعرونه یواځې خپلونږدې دوستانوته ښکاره کړم اودهغوی نظرپرې واخلم اوداکاربه مې زیاتره وخت کاوه .د ټولګیوالوپه قول په ټولګي کې زما په څېریوبل فلسفي هم موجودواومونږه دواړه په ټول پوهنځي کې په فلسفیانومشهوره و.
سمسورزمونږپه ټولګي کې زماهغه ټولګیوال وچې زما اودهغه زیاتره کارونه سره یوشان ول خوی بوی ،سلوک ،کردارلباس اوداسې نورکارونه .په پوهنځي کې به زه اوهغه زیاتره وخت له یوبل سره یوځای ګرځېدواوتل به موپه یوه نه یوه خبره سره بحث روان و.په شعر،لیکنه، درسونوبه موډیربحثونه سره کول اوخپلوپوښتنوته به ځوابونه پیداکول، نوهمدا و،چې کله به په ټولګي کې کومه موضوع رامنځته شوه اویاهم ښوونکي په کومه موضوع کې زمونږنه نظرغوښتونوزما اودسمسورګوتې به هروخت پورته وې اوچې کله به خبروته پاڅیدونودومره ډیرې خبرې به مودموضوع په اړوند کولې چې ځنوټولګیوالوبه ویل بس دی نورکښینه .خوښوونکي به بیاپه ډیرغورسره زمونږخبروته غوږول اودخبروکولواجازه به یې مونږته راکوله اوهلکان به یې غلي کول .پرته له ادبي بحثونومونږ دواړه په درسونوکې هم ښه واوتل به په درجه کې و.خوزما په ملګري سمسورکې یوعادت چې زما نه خوښېده هغه دده ډیره غیرحاضري وه چې دی به اکثراوخت غیرحاضرواوزما به ورسره هروخت په دې خبره جنجال وچې دی ولې دومره ډیره غیرحاضري کوي خوده به تل په هغه اودغه خبره زما سره بدله کړه اوماته به یې سم ځواب نه وایه .بله داچې ماته هم داګرانه وه چې دده دډیرې غیرحاضری وجه معلومه کړم داځکه چې دی په یوبل ولایت کې اوسیده .کله کله به  دخپلې سیمې په صفتونوسرشواوبیابه یې دومره صفتونه راته وکړچې زما په سربه یې دردکړل .
  ځوانان اومحصلین هم ډیرسرکشه اوخودپسنده وي کله به چې اختررانژدې شونوپه پوهنتون کې به دمحصلینولپاره درخصتی یوه ښه بهانه جوړه شوه .سمسوربه هم دې رخصتی ته ډیرخوشحاله و،هڅې خوټول محصلین به یوه اویایوه نیمه اونۍ مخکې کورونوته تلل خوسمسوربیا له ټولومحصلینو ډیرپه کورکلي مین واوله هرچاوړاندې به یې خپل غوټي اماده کړل اوپه ډیره بیړه لکه یولیونی مین دخپل کلي په لوربه خوشې شو.دده دغوکارونواوکورته ډيرتګ راتګ به کله کله زما په زړه کې داشک پیداکړچې ګوندې سمسورپه کلي کې په کومې کلیوالې مین شوی دی .خوله ځانه سره به مې بیاوویل دادپوهنتون دوره اومینه .خوزما  شک هغه وخت لاډېرشوکله چې سمسورداخترله رخصتی وروسته پوهنتون ته راغی .داځل هغه ابیخی بدل شوی و،هغه مینه ،مجلسونه ،بحثونه هرڅه ترې هیرشوي و،ان تردې چې چابه ورغږ ونه کړله چاسره یې خبرې هم نه کولې په ټولګي ېې هم هغه پخوانۍ مزه نه وه پاتې. بس همیش به چرته غلی ناست واوخپل چرتونه به یې وهل اوپه وزګاروخت کې به یې دټکرسندرې اوریدلې .ټولیګوالوبه چې کله دی یواځې ولیدچې له ځانه سره ګډ دی اوله نوروبیخی ګوښه ګرځي نوبیابه یې له خندا وویل دادتصوف بله مرحله ده اوسمسوردسکونت مقام ته رسیدلی خونښترلا دوصلت په مقام کې پاتې دی .ماته به دټولګیوالوپه خبروخنداراغلله خوزه دسمسورپه رنځ باندې پوه شوی ومه چې کیسه څه ده ؟څوځله مې هڅه وکړله چې هغه راته خپله کیسه وکړي خودده په خوله داسې ټاپه لګیدلې وه چې په هیڅ صورت به یې داحال نه ویلو.چې ډیربه مې په تنګ کړ نوبیابه یې دابیت دخپل ځان دخلاصون لپاره راته وویلې .  
                                    چې پخپله خوله دخپل حالت بیان کړم
        نوبیادازما څېرې ګرېوان څه مانا
  اوس نوزما دفلسفي ملګري زړه په پوهنتون کې نه لګېده هغه دچادحسن په پنجوکې بندشوی و .یوه ورځ په داسې حال کې چې پکول یې په سراوځان یې په پټوباندې تاوکړی و،زما خواته ته راغی زماپه اوګه یې لاس واچوه اوراته یې په خندا وویل :ملګریه زړه مې ډیردلته په تنګ شوی غواړم کورته لاړشم هڅې هم نن چهارشنبه ده اودپنجشنې خوهڅې هم ښه درس نه وي زه به شنبې ته بیرته راشم ګوره په حاضری کې راسره ډیرپام وکړه تاته خومعلومه ده چې زما غیرحاضري ډيره شوې هڅې نه چې له ډيرې غیرحاضری محروم نشم .
ماورته په ځواب کې وویل :ګوره سمسوره زه تاسره په دې برخه کې هیڅ مرسته نشم کولای ځکه چې له یوې خوا له درسه پاتې کیږې اوله بله پلوه غیرحاضري دې هم ډیره شوې بس زما ومنه اوخپلودرسونوته توجه وکړه دابه ستاپه ګټه وي په کلي کې به څه وکړې.
نښتره کلی زما ډیرخوښ دی ،کلی خوزما ژونددی .
ماورته به ځواب کې وویل: بس بس دابې ځایه تمثیل دې پریږده زه چې ځودلیلې خونې ته چې کارلرم ستاخوهڅې هم بل کارنشته ځان نه دې کوچنی ماشوم جوړکړی اوله ځانه سره جفاکوې ددې ورځې ارما ن به وروسته درته راشي .
نښتره یاره تاته هم ډيرې خبرې زده دي دانصیحتونه له ځانه سره کیږده  بس کړه دخدای په اما ن زه درنه لاړم چې ورسته بیاراباندې ناوخته کیږي .له دې سره هغه خپله غوټه واخسته اوزما سره پرته له مخه ښې  کلي ته لاړ.ورسته زه هم ورته خفه وم چې په تلوخوهڅې هم تلوچې په خوښی تلی وی نوښه به وی .
ماهم خپل کتابونه راټول کړل اودسایکل په کینجوغه کې مې کلک وتړل اودکورپه لورروان شوم خوپه ټوله لارمې دسمسورپه اړه فکرونه کول چې دده راتلوونکی به څه کیږي په همدې چرتونواوفکرونوکورته ورسېدم .بله ورځ بیاپوهنتون ته لاړم په ټولګي نیمای ټولګیوال مې ناست و اونورټول خپلوکورونوته تللي وځکه چې دپنجشنبې ورځ وه په هرصورت داورځ هم تیره شوه .دجمعې په ورځ مې په کورکې دپلارسره خپله وړه باغچه سمباله کړه له پلارسره مې هم سمسورخبره شریکه کړه پلارمې راته وویل :ځویه دپوهنتون استادانوته ووایه چې کورنۍ یې خبرکړي ترڅوستونزه یې  په ډاګه شي هڅې نه له درسونوپاتې نشي .ماهم له ځانه سره پریکړه وکړه چې دشنبې په ورځ به دسمسورستونزه حتمي له استاذانوسره شریکوم .سهارمې خپل سایکل پاک کړکتابونه مې  شاته په سایکل کې کیښودل اودپوهنځي په لورروان شوم .په لاره کې مې سایکل یوڅه خرابي وکړله اویوڅه ناوخته ټولګي ته ورسېدم ښوونکی په ټولګي کې په درس ورکول بوخت زه هم غلی ټولګي ته ننوتم اوپه یوه چوکۍ غلی کښیناستم لامې دمه نه وه جوړه چې یوهلک ټولګي راننوت اوښوونکي ته وویل :اجازه ده یوه ضروري خبره محصلینوته ووایم .ښوونکي اجازه ورکړه ټولوټولګیوالومخونه ددروازې خواته واړول هلک داسې یوخبرله ځانه سره راوړی وچې په اوریدوسره یې دټولوپه سترګوکې اوښکې بې واره روانې شوې .
هغه خبرداوچې سهاروختي دسمسورکوټې یوڅوک ننوت اوهغه یې په ګولی وویشت اوپخپله وتښتیداوشمشادله دې نړۍ سترګې پټې کړې .
روح دې ښادوي .