عبدالله: ټېنګه مې ژمنه کړې چې د حکومت په چارو کې به لاس وهنه نه کوم خو مجبور شم 

روهي (درې نۍ/۱۸ د لېندۍ)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ کابل کې په يوې ناستې کې ويلي چې پرون د ښوونځيو پر ځای مدرسو ته د ماشومانو د لېږو خبر واورېد خو تر اوسه هم ګنګس دی او نه پوهيږي چې ولې داسې پرېکړه کيږي. 

د مصالحې عالي شورا مشر ويلي دي چې د حکومت په ورځينو چارو کې لاس وهنه نه کوي خو دا ډول پرېکړې، د حکومت د ورځينو چارو په نوملړ کې نه راځي او يوه ستره مساله ده. 

نوموړي‌ ويلي دي چې ټېنګه ژمنه یې کړې ده چې د حکومت په چارو کې به لاس وهنه نه کوي خو څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلماتو د معنيت لغوه کېدل او اوس د ښوونځيو د لومړنۍ دورې زده کړې په جوماتونو او مدرسو  کې تر سره کول، د حکومت ورځنۍ چارې نه دي. 

عبدالله عبدالله د پوهنې وزارت له يادې طرحې سره په مخالفت کې ويلي دي چې د هېواد ديني عالمان که څه هم خپلو اولادونو ته ديني زده کړې ورکوي خو ښوونځيو ته یې هم لېږي. 

له عبدالله عبدالله وړاندې د هېواد مشهور هنرمند فرهاد دريا په يو ليک کې له ولسمشر محمد اشرف غوښتي وو، چې د يادې پرېکړې په اړه له سره فکر وکړي.