روهي (درې نۍ/۱۸ د لېندۍ)، د هېواد مشهور هنرمند فرهاد دريا په يو ليک کې له ولسمشر غني غوښتي دي چې د پوهنې وزرات له هغه طرحې چې له لارې به یې د ښوونځيو د لومړي، دويم او درېيم تولګي زده کړې په جوماتونو کې کيږي، تېر شي.
نوموړي له ولسمشر غوښتي دي چې د هېواد له اوسني کړکېچن وضعيت د وتلو يوازېنۍ لار ښوونه او روزنه ده او بايد پرې پاملرنه وشي.
فرهاد دريا لېکلي دي چې د هېواد ډېرۍ لېرې پرتې سيمې ښوونځي نه لري او د نوموړي په وينا چې د دښمانانو تر سلطې لاندې دي. فرهاد دريا دا هم لېکلي دي چې د لېرو سيمو د جوماتونو ډېری ملا امامان پاکستان کې له ناڅرګنده ديني مرکزونو فارغ شوي دي.
نوموړي له ولسمشر پوښتلي دي چې څنګه ډاډمن کېدای شو، چې د ښوونځي دورې په درې کلنو زده کړو کې به زمونږ ماشومان د ښوونځي او زده کړو ضد روحيې سره نه تربيه کيږي؟
نوموړي په اخېر کې له ولسمشر غوښتي دي چې د ۳۵ مېلېونه ولس غوښتنو ته ځواب ووايي او پر خپلې پرېکړې له سره کتنه او فکر وکړي.
وروستي