روهي (درې نۍ/ ۱۸ د لیندۍ)، په کابل کې د امریکا شارزدافیر له وروستیو څرګندونو وروسته چې ویلې يې و، طالبان د خپلو ۷۰۰۰ زره نورو بندیانو خوشې کیدل غواړي اوس د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ۷۰۰۰ نورو طالب بندیانو خوشې کېدل به د سولې له پروسې سره مرسته ونه کړي.
د ملي شورا په وینا، چې د طالبانو تېرو ۵۵۰۰ خوشې شویو بندیانو ته په پام ویلې، چې د ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو، د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته ونه کړه، نو د طالبانو د نورو ۷۰۰۰ بندیانو خوشې کېدل به هم د دې پروسې له بریا سره مرسته ونه کړي.
تازه د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ په یوه مرکه کې ویلې چې: "د بندیانو خوشې کول یا نه خوشې کول د سولې پروسې پر چټکتیا خاص اغېز نه لري، دا تېر ۵۵۰۰ بندیان چې د حکومت له خوا خوشې شول، نه یوازې یې د سولې پروسې پر چټکتیا یې تاثیر ونه کړ، بلکې حکومت لا هم د عامو خلکو تر اعتراض لاندې راغی، لا هم اعتراض کوي، چې له طالب بندیانو د تاوتریخوالي نه کولو ژمنه اخیستل شوې وه، خو دوی تاوتریخوالی کم نه کړ."
د یادونې وړ ده، چې په کابل کې د امریکایي سفارت سرپرست راس ویلسن له هغو څرګندونو وروسته چې طالبان د افغان حکومت له بند څخه د اووه زره نورو بندیانو خوشې کېدو ته په تمه دي د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ویلې، چې طالبان باید د اوربند په اړه د افغان ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ومني او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. صدیقي پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د طالبانو لخوا د نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه له وخت مخکې ده او په خبره یې، دوی باید په دوحه کې د خبرو د اجنډا پایلو ته په تمه شي.
وروستي