اروپايي اتحادیې په ترکیه د بندیزونو لګولو خبرداری ورکړی

روهي (درې نۍ/ ۱۸ د لیندۍ)، تازه د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ترکیې په وړاندې د اقداماتو خبرداری ورکړی.

د دوی په خبره چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په لسمه په دې اړه د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وشي او په ترکیه به د بندیزونو لګولو لپاره غور وکړي.

اروپايي اتحادیه وروسته له هغه په ترکیې د بندیزونو خبرداری ورکوي، چې ترکیې له یونان سره د ګازو د ځينو سرچینو پر سره شخره وکړه.

اروپايي ټولنه وايي چې ترکیه په دې برخه کې تر دې دمه همکارۍ ته نه ده تیاره شوې. بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي هېچا ته باج نه ورکوي خو د ګازو د سرچینو په اړه ترکیه بیا هم خبرو او مذاکراتو ته تیاره ده.