باميان: پر موټرسايکلونو راوتي؛ د ښځو پر وړاندې د نه تاتريخوالي غږ یې پورته کړی 

روهي (درې نۍ/۱۸ د لېندۍ)، باميانو ولایت کې يو شمېر نجونو د ولايت مقام په همکارۍ د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي کمپاين کې برخه واخېسته. 

د باميانو لايتو له درېيو ولسواليو لسو نجونو د موټرسايکل ځغلونې په يوې سيالۍ کې د کورني او په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د زور زياتي ضد غږ پورته کړ.

دغه نجونو ويلي دي چې له دې کار یې موخه دا ده چې ټولنه کې ناسم مسلط شوي رواجونه له منځه يوسي او دا وښيي چې ښځې هم د نارينو په څېر وړتيا لري. 

باميانو ولايت کې د موټرسايکل دغه سيالۍ په داسې وخت کې کيږي، چې اوس مهال هم د هېواد په ډېری ولايتونو کې نجونو د ښوونځی له زده کړو محرمې دي.