خپله مور او خور یې وژلې؛ په جرم اعتراف کوي او لاملونه یې وايي 

روهي (دوه نۍ/۱۷ د لېندۍ)، له لوېدېځ هرات ولايت راپورونه وايي چې پوليسو هغه کس نېولی دی چې د خپله مور او خور پر وژنې تورن شوی وو. 

د هرات پوليسو ويلي دي چې تورن کس نېول شوی او په لومړينو پوښتنو کې یې پر خپل عمل اعتراف کړی دی. نوموړی د کور دننه خپله مور او خور وژلې او بيا یې جسدونه بيرون غورځولي وو. 

تورن کس ويلي دي، چې خور او مور یې نامشروع جنسي اړيکې درلودې او همدا سبب شو چې دی دواړه ووژني او جسدونه یې بهر وغورځوي.