ولسي جرګې  یې مخالفت وکړ؛ له اوربند پرته د طالب بنديانو خوشي کېدل نه مني

روهي (دوه نۍ/۱۷ د لېندۍ)، ولسي جرګې له هغه احتمالي غوښتونو سره مخالفت ښوودلی دی چې ګواکي طالبانو له افغان حکومته د ۷زره طالب بنديانو د خوشي کېدو غوښتي دي. 

د ولسي جرګې غړو نن د جرګې په عمومي ناستې کې ويلي دي چې له عمومي اوربند پرته د طالب بنديانو خوشي کول ورته د منلو وړ نه دي او دوی به یې پر وړاندې غږ پورته کړي. 

د علي اکبر جمشيد په نوم د ولسي جرګې يو غړي رسنيو ته ويلي ‌دي،  چې ترڅو طالبانو په اوربند هوکړه نه وي کړې، نو د بنديانو د خوشي کېدو په شمول هېڅ ډول امتياز بايد ورنه کړل شي.   

د ګلالۍ محمدي په نوم د جرګې بلې غړې ويلي دي چې دوحه کې د سولې خبرو پايله بايد اوربند او د جګړې پای شي؛ نوموړي د سولې خبرو پر مهال د تاوتريخوالی زياتوالی افغان وژنه بللې او د بندېدو یې غوښتي. 

د ولسي جرګې ځينو نورو غړو بيا ويلي دي، چې د حکومت له خوا په تېر کې خوشي شوي پنځه زره بنديان هم بېرته د جګړې لېکو ته تللي دي او په وينا چې دوی د نورو طالب بنديانو خوشي کېدو سره مخالفت لري. 

د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ،  دوحه کې د سولې بين الافغاني خبرو په اجنډا کې د طالبانو يو غوښتنه او د بحث موضوع د اووه زره طالب بنديانو خوشي کېدل دي.