په کابل کې د مرکزي زون اتلوالۍ فوټبال لوبې پيل شوې 

روهي (دوه نۍ/ ۱۷ د لیندۍ)، د هېواد د مرکزي زون د اتلولۍ فوټبال لوبې د بامیان، پروان، کاپيسا او لوګر ولایتونو د لوبډلو په ګډون پرون د کابل په غازي لوبغالي کې پيل شوې. 

د افغانستان فوتبال فدراسیون وايي، چې په دې سیالیو کې استقلال کابل، جبل السراج پروان، افق سبز پنجشېر، بنیاد ماما نجف بامیان، محمد حنیفه کاپيسا او اتحاد لوګر لوبډلو ګډون کړی چې يوه اوونۍ او د لیګ په توګه به یو له بل سره لوبې وکړي.

د یادونې وړ ده، د افغانستان فوټبال فدراسیون په نوښت د اتلوالۍ فوټبال سیالۍ د مرکزي زون سربېره د هېواد په نورو زونونو کې هم  د خوست، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو فوټبال لوبغالو کې پېل شوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په وینا، چې د یادو سیالیو اول او دوهم مقام ګټوونکي لوبډلې به د افغانستان د قهرمانونو جام سیالیو ته لار پيدا کړي. چې په لنډ وخت کې به په کابل کې پېل شي.