د دایکندي بېوزلو بزګرانو ته د هر اړخیزو معیشتي او کرنیزو مرستو پروژه پیل شوه

روهي (دوه نۍ/ ۱۷ د لیندۍ)، د دایکندي ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې بېوزلو بزګرانو ته د هراړخیزو معیشتي او کرنیزو مرستو پروژه پیل شوی دی، چې په کې د اوبو زېرمې جوړول، استنادي دېوالونه جوړول او پیپ اسکیم شامل دي.

د چارواکو په وینا، یاده پروژه د ۱۵ میلیونه او ۲۵۶زره او ۵۴۹ افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې«FAO» له خوا تمویل او د آکسفام موسسې له خوا پلي کیږي.

د دایکندي د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کولو سره یوزر او ۴۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي. یاده پروژه ددې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پلي کیږي او د دایکندي دکرنې ریاست په خبره په پلي کېدو سره یې سلګونه جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي.