کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو د پروسېس یو لابراتوار او پنځه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي

روهي (دوه نۍ/ ۱۷ د لیندۍ)، کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د پروان او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پروسېس او قاچاق په تړاو نیولي او د نشه يي توکو یو لابراتوار یې کشف کړی دی.

د وزارت په وینا، چې د یادو کسانو له ډلې؛ د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې دوه تنه له ۱۹ کیلوګرامه نشه يي توکو سره چې د قاچاق هوډ یې درلود او د هرات ولایت په اړوند سیمو کې هم درې تنه د اوه کیلوګرامه "هیرویینو او امفتامینو" د پروسېس او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې یادو درې تنو د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې نشه يي توکي په یوه لابراتوار کې لومړی پروسېس او بیا یې قاچاق کول.