لوګر کې د ۳۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۷ لویې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې


روهي (دوه نۍ/ ۱۷ د لیندۍ)، د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو، لبنیات، بڼوالۍ او یو شمېر نورو برخو کې د ۳۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ لویو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وايي، په دغو ۱۷ لویو پروژو کې سلګونه کوچني پروژې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، بڼوالۍ، لبنیاتو او یوشمېر نورو برخو کې شاملي دي. د تسل په خبره دغه پروژې ددې ولایت په مرکز پل علم او ټولو ولسوالیو کې د کرنې ریاست او همکارو موسسو په مرسته پلي شوي دي، چې په کې د مېوو لپاره سارک سړې خونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول او دغه راز د اوبولګولو، مالدارۍ، لبنیاتو او نور برخو اړونده پروژې شاملې دي.

د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس عبدالله تسل زیاته کړه، چې راتلونکی کال به په دې ولایت کې د اوبولګولو په برخه کې د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه نورې پروژې هم پلي شي.

په همدې حال کې د لوګر والي محمداجمل شاه‌پور، د لوګر په ولایت کې د یادو زېربناوو د جوړولو په پار د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه او وویل: «د خوشحالۍ ځای ده، چې د ښو فرصتونو په لړ کې یو، د داسې پرمختیایي پروژو پلي کول، هېوادوالو پر وړاندې د حکومت د کلک او قوي ارادې ښکارندویي کوي.» د لوګر والي دغه راز وویل، چې ددغو بزګرانو د هڅو او زحمتونو برکت دی، چې هېوادوالو مو په ډېرو بروخو کې خپل باکیفیته وطني توکو څخه ګټه پورته کوي.