د طالبانو نوي غوښتنه؛ ایا حکومت به یې ورسر ومني؟ لسو ورځو کې  د خپلو ۷ زره بندیانو خوشې کیدل غواړي

روهي (دوه نۍ/ ۱۷ د لیندۍ)، طالبان په راتلونکو ورځو کې د خپلو اوو زره بندیانو د خوشي کولو غوښتونکي دي. 

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ طالبان په راتلونکو څه کم لسو ورځو کې ددې غوښتونکي دي چې د افغان حکومت له زندانونو یې شاوخوا اووه زره نور بندیان هم خوشي کړل شي. 

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړه باید عملي کړل شي. راس وېلسن همدا راز وایي چې د طالبانو او امریکا د هوکړې ټول موارد له یو بل سره تړلي دي او داسې نه شي کېدای چې یوه برخه عملي کړل شي او پر بلې سترګې پټې شي. 

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت د نورو طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي. ولسمشرغني دوه ورځې وړاندې په یوه غونډه کې د خبرو  پر مهال وویل، چې افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړل او اوس د طالبانو وار دی چې سولې ته خپله ژمنتیا وښيي