ډاکټرانو او روغتونونو ته د امرالله صالح خبرداری 

روهي (دوه نۍ/۱۷ د لېندۍ)، د ولسمشر د لومړي‌مرستيال امرالله صالح په مشرۍ د کابل امنيتي چارو ۴۵مه ناسته پر له پسې ناسته تر سره شوه. د دغه ناستې په راپور کې ويل شوي دي چې پنځمه امنيتي حوزه کې د پامير په نوم څارنوال د وژل کېدو په تور دېر کسان نېول شوي دي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال پر خپلې فېسبوک پاڼې دا هم لېکلي چې امنيتي ځواکونو کابل ښار کې د حقاني شبکې هغه غړی هم نېولی دی چې خوست ولايت کې په هدفي وژنو کې لاس درلود او اوس مهال کابل ولايت ته راغلی وو.   
 
د ۱۶مې او ۸نې امنيتي‌حوزو مسوولين په دې توانېدلي دي، چې په چټک غبرګون کې په اړونده سيمو کې د موټر تښتونې مخه ونېسي خو لا هم مطلوبې پايلې نه دي رسېدلي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال په مشرۍ په ۴۵مه ناسته کې ويل شوي دي چې ډاکټران او د روغتونونو خاوندان نه شي کولی چې پر خپلو لوحو د انسان د بدن د غړو انځورنه رسم کړي. دا د طب له اخلاقو لېرې او انساني کرامت ته سپکاوی دی. د ولسمشر لومړي مرستيال خبرداری ورکړی دی چې ډاکټران له دې وروسته بايد يوازې د اړوند ناروغيو د تخصص نوم ولېکي نه د انسان د وجود انځورونو رسم. 

د کابل امنيتي چارو په دې ناسته کې د ملي ارشیف سرک د خلاصېدو هم ويل شوي دي. د ولسمشر لومړي مرستيال له ادرسه دا هم لېکل شوي دي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل ولايت کې د تاوتريخوالي ډکه کومه هېڅ جنايي او ترهګريزه پېښه نه ده شوې.