ولسمشر غني: افغان روغتیايي مرکزونه دا مهال د افغانانو غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی

روهي (دوه نۍ/ ۱۷ د لیندۍ)، د کرونا د دوهمې څپې له راتګ وروسته افغان حکومت په بهرنیو هېوادونو کې  له افغان طبي متخصیصنو د همکارۍ هيله کړې ده.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې په اروپا او امریکا کې له افغان طبي متخصیصینو سره د کرونا د دویمې څپې د کنټرول په اړه خبرې کړې دي. 

ولسمشر غني ویلي چې د افغانستان روغتیايي بنسټونه په اوس کې د افغانانو غوښتنې ته ځواب نه شي ویلی او په دې برخه کې پراخ کار ته اړتیا ده. 

هغه ویلي چې اوس هم د افغانستان روغتیايي بنسټونه د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې پوره وړتیا نه لري، خو دوی هڅه کوي د مرستندویه هېوادونو په همکارۍ په دې اداراتو کې ظرفیت لوړ او خلکو ته چوپړتیا ډېره کړي.