څوګ په وتو او څوګ په راتلو دي؛ ګرجستان افغانستان ته سل پوځيان ليږي

روهي (دوه نۍ/د رسنيو)، د ګرجستان هېواد دولتي رسنيو ويلي دي چې دغه هېواد افغانستان ته سل سوله ساتي ځواکونه لېږي. د ګرجستان ولسمشر (سالومه زورابیشویلي) خپلو پوځيانو ته د بريا هيله ښوودلې ده. 

ولسمشر سالومه زورابیشویلي دي چې نړۍ اوس مهال په يو کړکېچن وضعيت کې ده او په دې سخت حالت کې خپل مسووليت تر سره کوي. 

نوموړي ويلي دي چې هيله مند ترڅو پوځيان یې افغانستان کې بريالی ماموريت ولري او بريالي بېرته ترې راستانه شي. 

ګرجستان په داسې وخت کې افغانستنان د سلو پوځيانو د رالېږلو ويلي دي، چې د ناټو په مشرۍ ځيني هېوادونو او په ځانګړي د امريکا متحد ايالتو افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر را کم کړي او په کمولو یې بوخت دي.