قريشي: هند پاکستان ته ځواب نه لري

روهي (دوه نۍ/۱۶ د لېندۍ)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير محمود قريشي ويلي دي چې هندوستان نه شي کولی د ترهګرۍ په اړه پاکستان ته واضح ځواب ورکړي.  نوموړي دغه څرګندونې پر ترهګرۍ تورن د هندي چارواکي په اړه کړې دي. 

د پاکستان حکومت هندی ډپلماټ کولبوشان سودیر جدیداو پاکستان کې د ترهګرۍ په تور نېولی وو او محکمې پرې د اعدام حکم کړی دی. قريشي وايي چې هندوستان تر اوسه په دې اړه پآکستان ته په ځواب ورکولو نه دی توانېدلی. هندوستان د نوموړي پر بې ګناهۍ ټېنګار کوي. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې حکومت به يې امريکا متحدو ايالتو کې له نوي حکومت سره ښې اړيکې ولري او دغه اړيکې د ولسمشر ټرمپ ادارې او پاکستان د تېرو اړيکو په پرتله توپيري وي. 

نوموړي د خپل ګوند او په ځانګړي ډول د لومړي وزير عمران خان د سياسیتونو په اړه ويلي ‌دي، چې د پاکستان خلک اوس د خپلو هيلو سياستونو ته رسېدلي دي.