روهي (دوه نۍ/۱۶ د لېندۍ)، کابل کې د امريکا متحدو ايالتو سفارت چارسمبال يا سرپرست راس ويلسون تېره ورځ له رسنيو سره په یوې ان لاين ناستې کې ويلي دي، چې طالبانو دا انتظار لري چې په راتلونکو لسو ورځو کې یې اووه زره بنديان ازاد شي.
راس ويلسون ويلي دي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د فېبرورۍ مياشتې د شوې هوکړې په يوې برخه کې د ۷ زره طالب بنديانو د خوشي کېدو هم ذکر شوی دی. دغه بنديان بايد د روانې ميلادي مياشتې تر نيمي بايد خوشي شي.
دغه امريکايي ډپلماټ ويلي دي چې د امريکا او متحدو ايالتو او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړه داسې ده چې ټولې برخې يې بايد پلې شي، نه دا چې يو برخه کې عملي او بله یې لېرې او له سترګو وغورځول شي.
نوموړي په دې هم ټېنګار کړی دی چې د افغانستان دننه سياسي ګوندونه بايد د افغانستان د سولې بهير کې د هېواد سترې ملي ګټې په پام کې ونېسي نه دا چې په کوچينو ګټو پوري لاړ شي. راس ويلسون ويلي چې حکومت د سولې د ملي اجماع په برخه کې بايد پرېکړه ولري.
د يادونې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د فېبروۍ مياشتې د سولې شوې هوکړه هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرو بنسټيزه برخه شمېرل شوې ده.
وروستي