ولسمشر غني: سږکال به د اورګاډي پټلیو په برخه کې واضح حرکت راشي

روهي (دوه نۍ/۱۶ د لېندۍ)، ولسمشر محمد اشرف غني تېره غرمه د خصوصي سکتور یو شمېر استازو سره په کتنه کې د ټرانسپورټ په برخه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

ولسمشر غني د خصوصي سکتور استازو ته په خطاب کې وویل، تاسو د دولت شریکان او د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر یاست او په کرونایي وضعیت کې مو ثابته کړه، مګر له دولت سره کړې ژمنې باید عملي کړئ او غوښتنې مو واقعبینانه وي.

نوموړي زياته کړې چې د سرکونو د ساتنې لپاره چې زیاته پانګونه ورباندې شوې، باید واضح  موافقې ته ورسېږو. د ټرانسپورټ ، واردونکي او صادرونکي ټول شرکتونه باید په دې برخه کې اجرائیوي تضمین ورکړي.

افغان ولسمشر ويلي چې سږکال به د اورګاډي پټلیو په برخه کې واضح حرکت راشي او په دې اړه مو وړاندیزونه شریک کړئ. هغه زیاته کړه، مقررات باید یو ډول وي، د اصولو او د مدیریت د شېوې په برخه کې باید واضح پایلې ته ورسېږو او د مدیریت شېوه باید د وړاندوینې وړ وي.