کرنې وزارت: ارزګان کې د ۴۷ کرنيزو پروژو چارې بشپړې شوي دي

روهي (یوه نۍ/ ۱۶ د لیندۍ)، د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، سږکال په ارزګان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې ۷۲ بېلابېلي پروژې پلي کیږي چې، له دې ډلې د ۴۷پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي. 

د دوی په خبره د پاتې ۲۵ پروژو رغنيزې چارې هم ۹۵ سلنه بشپړ شوې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. 

د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس احمدشاه خیري وویل چې، په یادو پروژو کې د کچالو پنځه او د پيازو ۵۰ زېرمتونونه، ۱۵ د مېوو او سبو لمريز وچوونکي دستګاوې او دوه د مېوو صفر درجې سړې خونې شامل دي، چې
ددغو پروژو ټوليز لګښت ۳۰ ميليونه ۷۹۳زره او ۲۵۲ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه يې د کرنې وزارت او لس سلنه نور يې برخمن شوي بزګران ورکوي.

يادې پروژې د کرنیزو محصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو دمحصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.