عبدالله عبدالله هېواد سوله په یو شخص او ډلې پورې  نه ده تړلې

روهي (یوه نۍ/ ۱۶ د لیندۍ)، د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې سوله په یو شخص او یا یو ادرس پورې تړلې نه ده. 

نوموړي دا څرګندونې د یو شمېر ولایتونو له قومي مخورو سره په لیدنه کې کړې دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې قومي مخورو د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی او زیاته کړې یې ده چې له دې بهیر سره باید سلیقوي چلن ونه شي. 

سرچینه کاږي، یادو مشرانو د خپلو خبرو پر دوام په هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې هر څه ژر باید د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي. 

د سرچینې په خبره، عبدالله یادو مشرانو ته ویلي چې د ملي مصالحې د عالي شورا بنسټ ملي اهداف، د سولې پروسې په اړه د ملي او سیمه ییز ملاتړ را جلبول دي او ډاډ یې ورکړی دی چې دوی به ټولې چارې د افغانستان له خلکو سره په مشوره ترسره کوي.