کابل کې ۲۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

روهي ( یوه نۍ/ ۱۶ د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د کابل ښار او ولسوالیو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۲۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د وزارت په وینا، چې یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، شپږمې، اومې، اتمې، نهمې، دیارلسمې، شپاړلسمې او اتلسمې ناحیو او همدارنګه ده‌سبز ولسوالۍ کې د وژنې، وسله‌والو غلاو، د غیرقانونۍ وسلو د لېږدونې، ژوبلې، زورواکۍ، اخلاقي جرمونو، د موبایل د غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.