د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د چين هېواد 

د چين کلمې د رېښې په اړه مناظرې ډېرې شوې دي، خو تر اوسه یې هوکړه شوې پايله نه ده تر لاسه شوې. ويل کيږي چې دغه کلمه د سنسکرېټ ژبې له Cīna کلمې اخېستل شوې ده، چې وروسته له وروسته فارسي ژبه کې د چين کلمې په بڼه وکارول شوه. په سنسکرېټ ژبه کې د Cīna کلمې کارونه له ميلاد پنځه پېړۍ وړاندې استعمال شوې ده. 

لرغون پېژندونکو لېکلي دي، چې د اوسني چين په خاوره کې له نن دوه نیم مېلېونه کاله وړاندې ژوند کړی چې له تاريخ وړاندې دوره ورته وايي. 

حکومت او سياست یې: 
د چين د اساسي قانون اړوند د چين د دولت رسمي نوم د چين د خلکو جمهوريت يا The People's Republic of China ذکر شوی دی. چين يو سوسيالېستي هېواد دی. ولسمشر په چين کې د خلکو د ملي کنګرس له خوا ټاکل کيږي او د دولت افتخاري مشر دی. د چين لومړی وزير بيا د دولت شورا له خوا ټاکل کيږي او د حکومت مشري کوي.  شي جین پینګ د چين اوسنی ولسمشر او همدا ډول د چين د کمونېسټ ګوند مشر دی. د چين کمونېسټ ګوند چې تر اوسه واکمن ګوند دی، په ۱۹۲۱ز کال د مارکسېستي ايډيالوژۍ په درلود رامنځ ته شوی دی.  د چين اداري ويش په ۲۲ ولايتونو او پنځو خپلواکو سيمو وېشل شوی دی. د چين حکومت تايوان د خپل ۲۳م ولايت په توګه شمېرې خو تايوان بيا ځان خپلواک هېواد شمېري. چين د نړۍ له ۱۷۵ هېوادونو سره سياسي او ډپلماټيکې اړيکې لري او دغه هېواد کې د ۱۶۲ هېوادونو سفارت خونې شتون لري. چين له ۱۲۴ هېوادونو سره پراخه سوداګریزې اړيکې لري. 

پراخوالی او وګړي: 
چين د نړۍ له ۱۴ هېوادونو سره ګډه پوله لري. دغه هېواد څه د باندې نهه مېلېونه کليو متره مربع پراخوالی لري او د خاورې پر اساس د نړۍ درېیم ترټولو ستر هېواد دی. چين د نړۍ تر ټولو ستر وګړيز هېواد دی او د وګړو شمېر یې ۱۴ مېلېونه تنو ته رسيږي.  چين د هغه خلکو شمېر چې د خدای پر وجود عقيده یې له شک ډکه ده اکثريت دي او Agnostic ورته وايي. ورپسې ستره سلنه چې ۳۰ سلنه کيږي، د چين ګڼيز واړه دينونه دي او د مسلمانانو سلنه په کې دوه ده. د چين د حکومت رسمي دين الحاد يا بې ديني ده، چې atheism وايي. 

اقتصادي او پوځي ځواکونه: 
د چين وسله وال پوځي د چين د خلکو د ازادۍ پوځ يا  People's Liberation Army نوميږي چې دوه اعشاريه ۳ مېلېونه فعال غړي لري. د شمېر پر اساس دا د نړۍ ترټولو ګڼ پوځ دی. چې د يو کال دننه ۱۵۱ مېلېارده امريکايي ډالر پر خپل مصرفوي. د اقتصادي وضعيت په اړه چين د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي ځواک دی او دې برخه کې له امريکا وروسته ځواک شمېرل شوی. 

 د چين په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- د چين بيرغ سور رنګ لري او پنځه ستوري په کې دي. سور رنګ یې د چين کمونېستې مفکورې ښکارندوي کوي. 

۲- د چين تمدن د نړۍ د څلورو لرغونو  تمدنونو له ډلې يو دی. 

۳- چين بډايه کلتور او فلسفي رواجونه لري. 

۴- د چين خلک د کاشوغو پر ځای له لرګيو ګټه اخلي او پرې خوراک کوي. 

۵- اوس وخت کې هم په مېلېونه چينايي وګړي په غارونو کې ژوند کوي.