د هېواد په اوو ولایتونو کې ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي


روهي (یوه نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د هېواد په اوو ولایتونو کې ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

د وزارت په وینا، چې د یادو کسانو له منځه؛ کابل کې دوه تنه، بلخ کې یو کس، تخار کې څلور تنه، دایکندي، کې درې تنه، غزني کې دوه تنه، پروان کې هم دوه تنه او همدارنګه بادغیس کې یو کس نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي او نسبتي دوسیې یې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.



تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...