د آمو پنځمې سیندیزې حوزې سکټوري پروژې له خوا په درېوو ولایتونو کې ۱۸ آبرېزې جوړیږي

روهي (یوه نۍ/ ۱۶ د لیندۍ)، د آمو پنځمې سیندیزې حوزې د سکټوري پروژې چارواکي وایي، چې ددې پروژې له لارې سږکال د تخار، بدخشان او کندز په ولایتونو کې ۱۸ ابرېزې جوړیږي.

له دې ډلې د ۹ آبرېزو رغنیزې چارې بشپړ او د ۹ نورو هغو رغنیزې چارې تر ۶۵ سلنه بشپړ شوي دي.

د چارواکو په وینا، چې دغه آبرېزې د سېلابونو د ویجاړیو مخنیوي، د خاورې خوندیتوب، د کانالونو د ویجاړیو مخنیوي، د کرنیزو ځمکو ساتنه، د سیمې د اوسیدونکو د عوایدو کچه لوړول او د کلني عایداتو د کچې لوړولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د اسیایي پراختیا یي بانک په همکارۍ جوړیږي.

د یادو آبرېزو ترڅنګ د کندز، تخار او بدخشان په ولایتونو کې د اوبولګولو ۱۰۷ ټولنې هم جوړې شوي دي.