فراه کې د خرماوو ۲۵جريبه بڼونه جوړ شوي

روهي (یوه نۍ/ ۱۶ د لیندۍ)، د فراه ولايت د کرنې، اوبولګولو و مالدارۍ رياست وايي، چې د افغانستان د بڼولۍ د پراختيا پروژې په همکارۍ یې په دې ولايت کې د خرماوو ۲۵ جريبه بڼونه جوړ کړي دي.

د کرنې ریاست چارواکو په وینا چې، د دغو بڼونو د جوړولو ټوليز لګښت يو ميليون او۷۰۰زره افغانۍ ده.

د فراه ولايت دکرنې رياست چارواکي وايې، چې ياد بڼونه پنځو مخکښو بزګرانو ته جوړ شوي دي، ددغو بڼونو تر جوړولو مخکې ياد بزګران دخرماوو ونو دساتنې او پالنې په برخه کې روزل شوي هم دي.

دغه راز د يادو بڼونو د ښې ساتنې په پار پر دغو بزکرانو کيمياوي سرې، لمريزې تختې، واټرپمپونه، کراچۍ، قيچي او دبرښنا مزې وېشل شوي دي.