روهي (یوه نۍ/ ۱۶ د لیندۍ)، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، چې د افغانستان سولې لپاره یې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر وروستیو پرمختکونو خبرې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ نن په ټوېټ پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او ددې ډلې مشر شیخ عبدالحکیم په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
د طالبانو سیاسي دفتر وايي په دې کتنه کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د شوې موافقې پر اهمیت، د طالبانو د پاتې بندیانو پر خوشې کېدو او له تور لیست څخه د طالبانو د مشرانو غړو د نومونو پر لیرې کېدو هم بحث وشو.
د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو چې د سپټمبر له ۱۲مې په خبرو بوخت دي، تېره اوونۍ یې د خبرو پر کړنلاره او مقدمې هوکړه وکړه، چې ګڼو سازمانونو او هېوادونو یې هرکلی وکړ.
وروستي