د خوست فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسیدې

روهي (یوه نۍ/ ۱۶ د لیندۍ)، خوست کې ددې ولایت د ۱۴ فوټبال لوبډلو ترمنځ د غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسیدې.

په خوست کې  له تېرو څو میاشتو راهیسې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پرون شنبه د کلوب اتلانو په اتلوالۍ سره پای ته ورسیدې، د یادو سیالیو پای لوبه چې د کلوب اتلانو او بریال کلب تر منځ ترسره شوه، ۲-۰ د صفر د کلوب اتلانو په بریا سره وکولی شول چې د دوهم ځل لپاره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د پای لوبې پۀ مورد پۀ جوړو شویو مراسمو کې د خوست د المپیک آمر عزیز ملنګ پۀ خپلو خبرو کې د فوټبال فدراسیون دا لوی کار وستایو او په راتلوونکې ک یې د خپله اړخه د پوره همکاری ډاډ ورکړ.

ورپسې د خوست فوټبال فدراسیون رئیس عبدالفتاح واکمن خبرې وکړې، واکمن پخپلو خبرو کې د خوست ځوان فوټبالران وستایل او دوی یې د نړیوالو مشهورو فوټبالرانو سره پرتله کړل.
واکمن په همدې موخه زیاته کړه، چې ژر به پۀ خوست ولایت کې د شپږو ولایاتو د فوټبال سیالۍ هم  رسماً پیل شي.

د مراسمو په پای کې یادو سیالیو غوره ګل وهوونکی رحیم الله ځدراڼ ونومول شو.