محب: د سولې په راتلو سره به ټولې ډلې په حکومت کې شاملې شي

روهي (یوه نۍ/ ۱۶ د لیندۍ)، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، دوی داسې نظام رامنځته کوي چې د طالبانو په ګډون ټولې خواوې په کې شاملې وي.
 
محب تېر ماښام د منځني ختیځ د ستونزو حل په نوم کانفرانس ته چې بحرین کې جوړ شوی و، وویل، له نوي نظام سره به داسې افغانستان رامنځته شي چې له ځان او ګاونډیو سره سوله کې وي.
 
نوموړي د منځني ختیځ یاد جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او سره له دې چې طالبانو په ځلونو ژمنې ماتې کړې دي خو افغان لوری بیا هم ددې پلوی دی چې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.