نبيل: تېره ورځ د مصالحې عالي شورا ناستې ته دعوت شوی وم خو ولسمشر د ګډون اجازه رانه کړه 

روهي (يوه نۍ/۱۶ د لېندۍ)، د ملي امنيت پخواني رئيس او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبيل ويلي دي، چې د مصالحې شورا په لومړۍ ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. 

رحمت الله نبیل ویلي، سره له دې چې نوموړي ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې شوې او کارت ورته لېږل شوی وو، خو ولسمشر د نوموړي له  حضور سره مخالفت وکړ او ګډون اجازه ورنه کړل شوه. 

نبيل له طلوع نيوز سره په خبرو کې ويلي دي چې که څه دا مساله ده ته ډېره اړينه ده، خو ګوته څنډه یې دې ته نېولې ده چې د پاکستان په غوښتنه د نوموړي له ګډون سره يوازې اوس نه بلکې له وړاندې مخالفتونه وو.

نوموړي دا هم ويلي دي چې دی په کور کې ناست وي، خو کله ورته د ممنوع الخروج او کله هم ورته د ممنوع الدخول ويل کيږي او کله یې هم د ساتونکو شمېر کميږي، چې دا هر څه ورته ډېر مهم نه دي. 

وړاندې سرچینو ويلي‌ وو چې شونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به د مصالحې عالي شورا په مشرتابه پلاوي  کې د رحمت الله نبيل، سيد اسحاق ګيلاني، زهره فرخنده نادري، احمد ولي مسعود، احمد مسعود او مولوي شهزاده شاهد نومونه هم ورزيات کړي. 

د مصالحې عالي شورا د تېرې ورځې ناسته د ولسمشر غني او عبدلله عبدالله په شتون کې، د لسګونو سياسي مشرانو سره يوځای تر سره شوه.