د امریکا کانګریس هڅه کوي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مخنیوی وکړي

روهي (یوه نۍ/ ۱۶ د لیندۍ)،  د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس د ۲۰۲۱ز کال لپاره د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په قانون کې دا مورد هم ورزیات کړی دی چې له مشورو او څو اداراتو له تایید پرته له افغانستان د سرتېرو ایستل امکان نه لري.

د کانګریس غړي غواړي دغه قانون تصویب کړي او تر هغه وروسته به د امریکا ددفاع وزارت د سرتېرو د ایستلو لپاره د څو اداراتو څېړنو، راپور او تایید ته اړتیا ولري. 

د کانګریس غړو ویلي که یاد ادارات له پنټاګون سره د سرتېرو ایستل تایید نه کړي نو کانګریس به یې هم د ایستلو لپاره لګېدونکي بودیجه نه تصویبوي. 

دوی وایي په افغانستان کې د امریکا حضور د امریکا او ملګرو د ملي امنیت لپاره خورا مهم دی او په دې برخه کې بېړه د منلو نه ده.