د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ترمنځ د اجنډا د ترتیب پر سر لومړی غونډه شوې

روهي (یوه نۍ/۱۶ د لیندۍ)، د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپرو کړو ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې تېره ورځ تر غرمې وروسته ددواړو لورو ترمنځ پر اجنډا بحثونه شوي دي. 

دده په وینا ګډې کمېټې پر هغو مسایلو بحث کړی چې له مخې به یې اجنډا ترتیت کېږي. بلخوا د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري هم وایي چې د دواړو لورو ګډې کمېټې پر اجنډا خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړې ده. 

دده په خبره په دې غونډه کې د اجنډا اړوند مسایلو باندې بحث شوی دی. هغه ټینګار کړی چې د اجنډا د موادو د ترتیب لپاره به ګډه کمېټه نن هم غونډه ولري. 

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات له دوو میاشتو بحثونو وروسته پر کړنلاره هوکړې ته ورسېدل او اوس به پر اجنډاوو بحثونه کېږي. 
افغان لوری وايي چې په دې برخه کې یې لومړنۍ غوښتنه اوربند دی.