هلمند کې د پنبې کرکېله؛ د مالوچو سږني حاصلات یې ۲۰ سلنه زیات شوي


روهي ( نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه، چې په ټولیزه توګه ۲۰ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه مالوچ ترې تر لاسه او بازار ته وړاندې شوي دي.

د هغه په خبره په دې ولایت کې د پنبې دکرکېلي د ودې او پراختیا په پار پر بزګرانو د پنبې اصلاح شوي تخونه، کیمیاوي سرې، داړتیا وړ درمل او نور اړین توکي وېشل شوي او ترڅنګ یې بزګرانو او ځمکوالو ته د پنبې  ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي.

د هلمند ولایت مالوچ چې پخوا یې د سپینو زرو په نوم شهرت درلود، د بُست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کیږي او بزګر هم خوښ دي چې په خپل ولایت کې یې محصولات پروسس او ګرم بازار لري.