په کاپیسا کې د میرمنو  لپاره د زعفرانو پنځه فارمونو جوړیږي

روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، د کاپیسا د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږکال یې په دغه ولایت کې د ښځینه کروندګرو لپاره د زعفرانو پنځه فارمونه جوړ کړي دي.

د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي، چې دوی د دې فارمونو جوړولو لپاره کروندګرو ته ۵۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز توزیع کړي. 

ریاست زیاتوي چې دوی په دې برخه کې ۷۰ میرمنو بزګرانو ته د زعفرانو کښت او کرلو څرنګوالي په برخه کې روزنه ورکړې ده