د خوړو خوندیتوب په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان درېیمه عمومي غونډه ترسره شوه 

روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، د خوړو خوندیتوب په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان درېیمه عمومي غونډه، ددې سازمان د غړو په شتون کې «په غړو هېوادونو کې د خوړو د خوندیتوب ټینګښت» تر عنوان لاندې د ویډیو کنفرانس له لارې په لاره اچول شوې وه.

په دې ویډیو کنفرانس کې د غړو هېوادونو د کرنې، د خوړ خوندیتوب او د بهرنیو چارو وزیران ګډون درلود.
دغه غونډه، چې د دوو ورځو لپاره په لاره اچول شوې وه، په لومړی ورځ یې پر تخنیکي موضوعاتو او په دویمه ورځ کې ددې سازمان پر پرېکړو او راتلونکو پلانونو خبرې وشوې.

د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې ددې وزارت وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د اسلامي همکاریو د سازمان درېیمې عمومي غونډې ته په وینا کې د خوړو خوندیتوب او ددې سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرو د هڅونې او ترغیب په هکله ټینګار وکړ او وویل، چې د غړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا په پار دې باید یو لړ ترجیحي شرطونه رامنځته شي، نوموړي په همدې موخه زیاته کړې، چې ددغو شرطونو پر اساس غړې هېواد باید وتوانیږي، چې یو بل سره په اسانۍ سره راکړه ورکړه او سوداګري وکړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په خبره، د سوداګرۍ په موخه ترجیحي شرطونه رامنځته کول کولای شي، چې په غړو هېوادونو کې د خوړو خوندیتوب او د بېوزلۍ د کچې په ټیټولو کې مثبتې اغېزې ولري.
ډاکټر انوارالحق احدي دغه راز په دې غونډه، کې د افغانستان د کرنې وزارت پر راتلونکو برنامو او اسټراټیژیو هم خبرې وکړې.