نړۍ کې دويم هېواد شو؛ چين سپوږمۍ کې خپل بيرغ پورته کړ 

روهي (نۍ/۱۵ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو وروسته چين د نړۍ دويم هېواد شو چې سپوږمۍ کې یې خپل بيرغ پورته کړ. له نن ۵۰ کاله وړاندې متحدو ايالتو سپوږمۍ ته خپل بيرغ پورته کړی وو. 

د چين هېواد فضايي ادارې راپور ورکړی دی چې سپوږمۍ کې د دغه هېواد سور رنګه بيرغ د تېرې پنجشنبې په ورځ  پورته شوی دی. 

د چين دولتي رسنۍ هغه انځورنه خپاره کړي دي، چې د دوی سپوږمکۍ اخېستي او ځکمې ته یې لېږي دي.