د لغمان ولایت د مهترلام ــ بادپخ د لومړي لاټ سړک د جوړولو چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوي

                                                                                                                                  
روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د لغمان ولایت له مرکز مهترلام ښار څخه تر بادپخ ولسوالۍ پورې د غځیدلي سړک پروژه د ۲۰.۶۶ کیلومتره اوږدوالي او ۶ متره پلنوالی په لرلو سره دوام لري.

یاده پرژه د افغانستان حکومت له ملي بودیجې څخه تمویلیږي چې د جوړولو تړون یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۳۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت شوی، چې د دې پروژې چارې تر دې مهاله له ۷۴ سلنه ډېرې پر مخ تللې.

وزارت زیاتوي، چې یاد سړک د لغمان ولایت د اوسیدونکو په ژوند کې ځانګړی ټولنیز او اقتصادي ارزښت لري، چې له بشپړېدو سره به یې د بادپخ ولسوالۍ اوسیدونکې ښاري خدمتونو، زده کړو او روغتیایې مرکزونو ته په اسانۍ لاس رسی پیداکړي.