نیوزیلینډ کې پاکستاني کریکټ لوبغاړي له تمریناتو منع شوي

روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، په نیوزیلینډ کې  د یو شمېر پاکستاني کریکټ لوبغاړو د کرونا ټېسټ له مثبتې ازموینې وروسته اوس ددې هېواد روغتیا وزارت پاکستاني لوبغاړو ته د تمریناتو اجازه نه ده ورکړې.

په نیوزیلینډ کې د پاکستاني کریکټ لوبغاړو له قرانطین وروسته په پلان کې وه ترڅو یاد لوبغاړي بېرته خپلو تمریناتو ته وګرځي، خو نیوزیلینډ لا هم په دې هېواد کې پاکستاني لوبغاړي له تمریناتو منع کړي.

پاکستان کریکټ ملي لوبډله د نومبر په ۲۴مه نیوزیلینډ ته تللې او هلته به له نوزیلیند ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي، چې دا مهال هلته له میشتو  ٥٤ لوبغاړو څخه د ٤٤ لوبغاړو د کرونا ټېسټونه منفي دي.

بل لورته د پاکستان کرکټ بورډ ويلي دي چې د لوبغاړو لپاره يې سخته ده، خو بيا هم دوى نه غواړي چې دا سيالۍ لغوه شي.