پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو لومړنی بنسټ اېښوودنکی د طالبانو په کمين کې وژل شوی

روهي (نۍ/۱۵ د لېندۍ)، د پکتيکا سيمه ييز چارواکي تايدوي چې  دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو لومړنی بنسټ اېښودونکی او د ارګون زون ولسواليو د سيمه ييزو پوليسو قومندان عيد محمد د طالبانو په کمين کې ګير او وژل شوی دی. 

د پکتيکا د والي وياند ويلي دي، چې عيد محمد تېره شپه هغه مهال چې ارګون ولسوالۍ ته په لار وو په پیرکوته سيمه کې ووژل شو. 

عيد محمد په مملي شهرت درلود چې له تېرو څو کالونو یې پکتيکا کې د پوليسو په ليکو کې دندې تر سره کولې او نظامي رتبه یې ساتمني وه.