دفاع وزارت: هلمند کې د قاري طيب او حاجي زبير د وسله والو طالبانو ۲ ډلګۍ مشران د خپلو ۲۵ تنو سره وژل شوي او ۸ تنه يې ټپيان دي


روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، دفاع وزارت وايي، چې تېره ورځ د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د فعاله دفاعي حالت په چوکاټ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو د مخنيوي په موخه عمليات کړي.

د وزارت په وینا چې، په پایله کې؛ د وسله والو طالبانو د ۲ ډلګۍ مشرانو په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ تنه يې ټپيان شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې "افغان ځواکونو د يادو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۶ پټنځايونه، ۴ کړۍ ماينونه او ۲۵ تيرکش په بشپړ ډول له منځه وړي".
بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.