د کانونو او پترولیم وزارت: د هېواد د کانونو په برخه کې ۱.۶ میلیارد پانګونه شوې ده

روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د کانونو په برخه کې ۱،۶ میلیارده افغانۍ نوې پانګونه شوې ده

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، چې په هېواد کې  د کانونو په برخه کې له دې پانګونې سره هممهاله کابو څلور زره هېوادوالو  ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

دغه پانګونه د هېواد په شااوخوا ۲۲ ولايتونو کې په ۶۷ بېلابېلو کاني سيمو کې شوې ده، چې په وینا یې له دې لارې هرکال کابو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید هم را ټولیږي.



تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...