امریکا پر ځينو چینايي چارواکو بندیزونه لګولي

روهي (نۍ/ ۱۵  د لیندۍ)، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د چین پر هغو چارواکو یې د ویزو محدودیت وضع کړی چې ګواکې د پیکنګ منتقدین ځپي.

په همدې موخه پرون جمعه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپره کړې اعلامیه کې ویلې: "زه به د ویزو محدودیت ته دوام ورکړم چې روښانه کړو، هغه کسان چې د نړیوالو اصولو سرغړوونکي دي، امریکا ته نه شي راتلای."

د امریکا په وینا، چې په نویو بندیزونو کې يې هغه چینايي چارواکي شامل دي چې د چین د کمونېست ګوند د کار چارو ادارې کارکوونکي دي او د پیکنګ مخالفان ځپي.

د ټرمپ ادارې له دې وړاندې هم پر چین فشارونه زیات کړي او د دې هېواد پر یو شمېر چارواکو او شرکتونو یې بندیزونه وضع کړي دي.