روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، له هغه وروسته چې تېره پنجنشبه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په ایران کې د هغه ويډیو څیړنه کوي چې افغانان پکې ځورول شوې دي اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې ددې ویډيو محتوا رد کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلې، چې په هېڅ هېواد کې له افغانانو سره "ناسم" چلند نه مني.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په غبرګون کې ویلې، چې پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډيو کې د افغانانو سپکاوی یو ناسم کار دی او دا پېښه په ایران کې نه ده شوې.
په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو یوه ويډیو خپره شوه چې په کې داسي ښکاري چې ګواکي ځیني ایرانیان یو شمېر افغانان شکنجه کوي.
تر اوسه په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند ګڼې ويډیوګانې خپرې شوي چې د افغانانو او افغان حکومت له انتقاد سره مخامخ شوي.
وروستي