مایک پمپیو: د جګړې له دوام سره خبرې پايلې ته نه شي رسیدلی

روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تازه په خپلو څرګندونو کې ویلې، چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب پلاویو سره په لیدنو کې دوی ته ویلې، چې تاوتریخوالی دې پای  ته ورسوي کنه خبرې په پایله ورنکړي.

نوموړي پرون جمعه د بحرین په پلازمېنه، منامه کې د ستراتيژيکو مطالعاتو نړيوال انسټيټیوټ په انلاین غونډه کې ویلې: "په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه منلو لوړه ده. موږ باید د تاتریخوالي د کچې پر ټيټولو خبرې وکړو. زه خوشبینه یم. دوه اوونۍ مخکې زه په دوحه کې وم او د افغان حکومت او طالبانو له خبرو ټیمونو سره مې وکتل. ما دوی ته ښکاره وویل چې د خبرو پر مهال باید د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه دوام ونه کړي ځکه خبرې به پایله ورنه کړي."

دوه ورځې وړاندې په دوحه کې  د افغان حکومت او طالب پلاویو ترمنځ د کړنلارې په سر هوکړه وشو او دواړو ډلو د خبرو د دوام ژمنه وکړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپيو هم هیله څرګنده کړه چې د خبرو لوري به د اوربند په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.