د پاکستان پوځ: راتلونکو دوو میاشتو کې به له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار کار بشپړ شي

روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، د پاکستان پوځ وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډه کرښه د پاکستاني لوري لخوا په ۲۰۱۷ میلادي کال د اغزن تار چارې به راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي.

پر ډیورنډ کرښه د ۲۶۰۰ کیلومتره اغزن تار د تېرولو په اړه د پاکستان پوځ ویلې، چې دا کار یې د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه کړی، چې په وینا په لویديځه برخه کې یې ددې تار د غزولو ۸۳ سلنه چارې سرته رسولې دي.. 

پوځ دې پروژې په اړه ویلې، چې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه امریکایي ډالر لګښت به پرې راشي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني لوري لخوا د اغزن تار تېرولو په غبرګون ګڼو افغانانو مخلفت څرګند کړی چې په وینا ددې تار ډیری برخه په افغان خاروه کې تېر شوی خو افغان حکومت لا هم په دې برخه کې چوپ پاتې دی.