ټرمپ له سومالیا د ګڼ شمېر امریکایي ځواکونو د ایستلو امر کړی

روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې له هغه چې منتخب ولسمشر جوبایډن ته سپینه مانۍ پریږدي له سومالیا د خپلو ګڼ شمېر ځواکونو د وتلو امر کړی.

پرون د جمې په ورځ د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلې، چې دا اقدام له هغه وړاندې چې ټرمپ خپل دفتر پریږدي له دې هېواد د امریکایي ځواکونو د وتلو یوه برخه ده.

د راپورونو پر بنسټ ویل کیږي، چې دا مهال په سومالیا کې ۶۵۰ نیولې تر ۸۰۰ پورې د ځانګړو ځواکونو په ګډون امریکايي سرتېري په دې  هېواد کې مېشت دي، چې د سومالیا د اردو په روزلو بوخت دي. 

د امریکا دفاع وزارت ویلې، چې ولسمشر ټرمپ له دې هېواد د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو کې له دې  هېواد د اکثریت ځواکونو د وتلو امر کړی.