نن نۍ به پر اجنډا د خبرو د پېل لپاره قطر کې دواړه ډلې لومړنۍ ناسته وکړي

روهي (نۍ/ ۱۵ د لیندۍ)، په دوحه کې د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ په کړنلارې له هوکړې وروسته اوس ددې  ډلو غړي وايي، چې ټاکل شوې نن نۍ به د د اجنډا پر سره مشترکه کاري ناسته وشي.

پر اجنډا له بحثونو وړاندې د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړیو ویلې و، چې لومړی تمرکز به یې په اوربند وي، خو ویل کیږي چې د خبرو په دې  پړاو کې به د طالبانو ډله د خپلو مشرانو له تور لیست د ایستلو او له افغان حکومت سره د وروستیو پاتې بندیانو د خوشې کیدل د مهم شرط په توګه را مخکې کړي.

په قطر کې  د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو د پېل څه باندې دوه میاشتې وخت تېر شوی، چې په کړنلارې هوکړې وروسته اوس په دوحه کېد طالبانو د سیاسي دفتر غړي هم مني چې اوربند به د خبرو یوه برخه وي خو په وینا یې نور مسایل هم شته چې باید په اجنډا کې شامل شي.